Language

کندوز کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ٢٠ وسله وال مخالفين ووژل شول

کندوز ښار(پژواک، ٢٧غويى ٩٥): په کندوز کې امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو هوايي بريد ٢٠ وسله وال مخالفين وژلي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا ١٠ بجې د دشت ارچي ولسوالۍ په ملا قُلي سيمه کې تر سره شوى دى.

 هغه وويل ، شاوخوا ٢٠ مخالفين چې په دوو رينجرو کې سپاره وو او غوښتل يې د ولسوالۍ له مرکز نه د ملاقلي سيمې ته په يوه ناسته کې د ګډون لپاره لاړ شي، د لارې په اوږدو کې پرې يوې بې پيلوټه الوتکې بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه چې په دې بريد کې په دواړو موټرو کې ټول سپاره کسان وژل شوي او رينجر موټر ويجاړ شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان په خبره، دغه بريد د ناټو ځواکونو له لوري تر سره شوى دى.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.