ښرنه (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥): د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو شپږو پوليسو سره د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې وژل شوى دى.
د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال عبدالرووف د غويي په ٢٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون د يادې ولسوالۍ په هاشم کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى څارن کندهار چې په کاکولالا مشهور و، د ولايت له مرکز څخه د ولسوالۍ پر لوري روان و، چې په ياده سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شو.
د نوموړي په وينا، د طالبانو په بريد کې د ولسوالۍ امنيه قوماندان او شپږ پوليس وژل شوي او څلور پوليس ټپيان شوي دي.
د ښرنې روغتون سرچينې وايي، چې دوى ته څلور ټپيان راوړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
login or register a new account.