Language

د سرپل ځينې اوسېدونکي: سيمه ييز قوماندانان مو جګړې ته مجبوري

مزارشريف (پژواک،۲٨ غويى ۹۵): د شبرغان او سرپل د لويې لارې شاوخوا مېشت ځينې اوسېدونکي وايي چې سيمه ييز قوماندانان يې ګواښي او جګړې ته يې مجبوروي.

د سرپل ولايت د مرکز اړونده د سيداباد سيمې لسګونه اوسېدونکي، چې په مزارشريف ښار کې راټول شوي وو،وويل چې دوى د ولسي پاڅونوالو په توګه د وسله والو مخالفينو پر وړاندې وسله وال شوي خو بيا هم د ځينو نورو ولسي پاڅونوالو د قوماندانانو لخوا ځورول کېږي.

د سيداباد سيمې اوسېدونکي ۶۵کلن صالح محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د سرپل ولايت د امنيتي مسوولينو په وړاندې او په اجازه د سرپل- شبرغان د لويې لارې د قوماندان ضياالحق لخوا د ولسي پاڅوانوالو په توګه وسله وال شوي وو.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د سرپل د دولتي او امنيتي مسوولينو د ملاتړ په موخه د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د خپلو سيمو د امنيت لپاره وسله اخيستې ده.))

خو هغه وويل، له تېرو څو ورځور اهيسې چې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم لخوا په سرپل ولايت کې نظامي عمليات پيل شوي؛ په ترڅ کې يې دوی ځورول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د ولسمشر له لومړي مرستيال سره تړاو لرونکي د ولسي پاڅون ځينې قوماندانان يې دې ته مجبوروي، چې بايد يواځې د دوی په ملاتړ وسله واخلي.

د هغه په وينا، له همدې امله د حکومت له لومړي مرستيال او د سرپل ولايت له سيمه ييزو چارواکو څخه غواړي چې د دوى غږ واوري .

د يادو کسانو له ډلې يوبل تن حبيب الله پژواک ته وويل چې د ولسمشر د لومړي مرستيال په رهبرۍ پيل شويو عملياتو کې ځينو قوماندانانو د دوی پر کورونو ډزې کړي، مېرمنو ته يې ټوپک نيولي او په مرګ يې ګواښلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د ولسمشر لومړی مرستيال يواځې د يو قوم نه، بلکې په ټول افغانستان پورې مربوط دی، چې بايد د ټولو د امنيت او سوکاله ژوند غم ورسره وي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.