تالقان(پژواک،٢٨غويى ٩٥): د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
په شمال ختيځ زون کې د پامير فرقې رييس ارکان سيد باقر موسوي د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې د جګړې پرمهال امنيتي ځواکونو له طالبانو څخه پنځه کلي نيولي او د طالبانو يوه دهشکه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
باقر وايي چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د درقد ولسوالۍ د بصيرخېلو د سيمې اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې له څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
هغه وايي چې په دې نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله وال طالبان هم دغه نښته تاييدوي.
ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د درقد ولسوالۍ په غلام خېلو او بصير خېلو سيمو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
هغه ادعا کوي چې په دې نښتو کې ٢٣ د ملي اردو سرتيري، ملي او سيمه ييزو پوليس وژل شوي او ٢٦نور ټپيان دي.
نوموړي په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د تخار امنيتي چارواکو اعلان وکړ چې په درقد ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
login or register a new account.