Language

د بلخ په چهاربولک کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى

مزارشريف (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى دى.

د بلخ د  امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر ناوخته د چهاربولک ولسوالۍ د شش پيکال په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ګل جان له خپل کور څخه د پوستې پر لوري روان و چې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شو.

د قادري په وينا، په رامنځته شوې نښته کې قوماندان ګل جان وژل شوى او د هغه يو ساتونکى پوليس ټپي شوى دى.

د نوموړي په وينا، سيمې ته د پلټنو لپاره ځواکونه لېږل شوي دي.

د حفيظ الدين په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې ګل جان د سيمه ييزو پوليسو د يوې مهمې پوستې قوماندان و او په سيمه کې يې د طالبانو د نفوذ مخه نيولې وه.

وسله والو طالبانو د قوماندان ګل جان د وژلو مسووليت منلى دى.

ياد قوماندان په داسې حال کې وژل شوى چې د بلخ د والي عطاء محمد نور په مشرۍ په ځينو ولسواليو کې چاڼيز عمليات روان دي.

login or register a new account.