مزارشريف (پژواک، ۲۹ غويی ۹۵): د افغانستان د ترکمنانو د ملي پيوستون شورا د شمال زون د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه.
د دې غونډې په اوږدو کې امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو له خوا پيل شوي عمري عمليات ناکام وګڼل او دوی يې وسلې کېښودو ته راوبلل.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۲۹مه د افغانستان د ترکمن قوم د ملي پيوستون په نامه شورا د شمال زون د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه چې د بلخ پر لوړپوړو چارواکو سربېره د شمال زون د بېلابېلو ولايتي شوراګانو غړو هم برخه اخيستې وه.
د يادې شوار مرستيال انجنير عبدالصمد حارث د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د يو قوم په توګه له خپلو افغان ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړه: ((نننۍ غونډه مو د همدې په خاطر جوړه کړې، چې خپلو ځواکونو ته روحيه ورکړو، چې د دښمن پر وړاندې د نورو قومونو تر څنګ ترکمن هم د دوی تر شا ولاړ دي.))
هغه وايي، په ياده غونډه کې د شمال زون په کچه د امنيتي ځواکونو د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او نظم عامې پوليسو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار ستاينليکونه ورکړل شول.
د فارياب د ولايتي شورا غړي اق محمد نوري پژواک ته وويل چې د هېواد د روانو حالاتو په نظر کې نيولو سره بايد هر څوک د خپل ملي ځواکونو ملاتړ وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د يو ترکمن په توګه خوښ دی چې قوم يې نن له خپلو ملي ځواکونو څخه د ملاتړ غونډه وکړه.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري چې په ياده غونډه کې يې د ګلو ګېډۍ غاړه کې واچول شوه، له ترکمن قوم څخه مننه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې پوليس هغه مهال پر دښمن بريالي کېدی شي چې ولس يې ملاتړ وکړي.
هغه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې له تېرو څلورو مياشتو د وسله والو مخالفينو د عمري په نوم عمليات ناکام وګڼل.
نوموړي زياته کړه چې دوه ورځې وړاندې افغان ځواکونه وتوانېدل چې د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د يو ځواکمن مرکز د جوړېدو هڅې شنډې کړي.
login or register a new account.