Language

بوډا پلار: حکومت زما د پولیس زوی د شهادت هېڅ پوښتنه ونه کړه

پل علم (پژواک، ٣٠ غويى ٩٥): د لوګر ولايت یو اوسېدونکى ٧٢ کلن سپين ږيرى چې ځوان زوى يې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوى، وايي چې په ١٤ مياشتو کې يې تر اوسه د زوى د شهادت کتابچه نه ده جوړه شوې.

دغه ځانمرګى بريد د ١٣٩٣ لمريز کال د سلواغې په ٢٨مه، د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې پر امنيې قوماندانۍ شوى و.

په دې پېښه کې د يو شمېر پوليسو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ټپیان وو.

د لوګر یاد ٧٢ کلن اوسېدونکی سيد شېراحمد وايي چې په دغه ځانمرګي بريد کې يې مشر زوى چې د ټولې کورنۍ سرپرست هم و، ووژل شو.

هغه پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل: ((موږ ټولو په دې انتظار کاوه چې زوى به مې معاش واخلي او کورنۍ ته به سودا راوړي، خو له کله راهيسې چې هغه شهيد شوى، زموږ ژوند تريخ شوى.))

سيد شېراحمد چې د مرکز پل علم د کلنګار سيمې اوسېدونکى دى، وايي چې زوى يې شفيق الله نومېده او د پوليسو د روزنيز مرکز ښوونکى و.

دى وايي چې د هغه تر وژل کېدو وروسته يې کونډه او درې ماشومان چې دوه يې نجونې او يو هلک دي، پاتې دي او دى نه شي کولى چې په ضعیف ځان د هغوى پالنه او روزنه وکړي.

شېراحمد چې پر مخ يې اوښکې روانې وې په ژړغوني غږ يې وویل: ((ځوان زوى مې چې په ډېرو ستونزو او بېچاره ګيو مې لوى کړ او بيا مې پر لوړې زده کړې پرې وکړې، په ډېرې مينې او شوق سره يې خپله دنده ترسره کوله او خپلې کورنۍ ته يې يوه نمړۍ حلاله روزي ګټله، خو ظالمانو ترې ژوند واخيست.))

هغه د خپل زوى د وژل کېدو کيسه داسې کوي: ((سهار له کوره روغ جوړ او په ډېرې خوشحالۍ سره خپلې دندې ته روان شو، خو ورځ لا نيمايي نه وه چې د مرګ غږ يې را ورسېد او څو ساعته وروسته يې تابوت چې په کې يې د بدن ټوټې وې، راوړل شو.))

سيد شېراحمد وايي چې زوى يې د هېواد، ولس او حکومت لپاره قرباني ورکړه، خو اوس يې غږ يواځې ده ته پاتې دى چې په سپين ږيري ځان يې نه شي تحمل کولى.

د نوموړي په وينا، د زوى تر مرګ وروسته يې هېڅ حکومتي چارواکي او يا کومې ادارې يې بيا تر اوسه پوښتنه نه ده کړې.

ده زياته کړه: ((زه سپين ږيرى يم، هغه د زوى د کونډې او پنځو يتيمانو په ګډون د لسو کسانو سرپرستي ما ته پاتې ده، نه ځمکه لرم او نه هم بل کوم عايد، د کار توان هم نه لرم.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.