ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې له وسلو او مهماتو ډک موټر نيول شوى

په خوست کې له وسلو او مهماتو ډک موټر نيول شوى

author avatar
20 May 2016 - 13:56
په خوست کې له وسلو او مهماتو ډک موټر نيول شوى
author avatar
20 May 2016 - 13:56

خوست ښار ( پژواک، ٣١ غويى ٩٥): امنيتي منسوبين وايي چې ملي ځواکونو په خوست کې لسګونه بېلابېل ډوله وسلې او مهمات، چې په يو ډاټسن موټر کې لېږدول کېدل، نيولي دي.

 د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د غويي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وسلو او مهماتو ډک دغه موټر د کشفي راپورونو پربنسټ د عليشېرو ولسوالۍ په سرحدي سيمه ببرک تاڼه کې له موټر چلوونکي سره يوځای نيول شوی دی.

هغه زياته کړه : (( ۵۶ ميله تومانچې،۷ميله ايم څلور ټوپک،۱۶ ميله کلاشينکوفونه،۲ ميله کرينګ کوف،نښه ويشتونکي دوربينونه،لايزر او ديادو وسلو مرمۍ او يوشمېر نور توکي په کې شامل دي.)) .

قوماندان غيرت خبريالانو ته د يادو وسلو او مهماتو د ښودلو پرمهال وويل،وسله والو غوښتل چې له دې څخه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په ډله ييزو بريدونو او هدفي وژنو کې کار واخلي.

هغه زياته کړه: ((دهېواد دښمنانو غوښتل چې وسلې را دننه او يوځل بيا زموږ بې ګناه هېوادوال شهيدان او ټپيان کړي، خو له نېکه مرغه ملي امنيتي ځواکونو يې تر وخت مخکې دغه پلان ورشنډ کړ.))

نوموړي خبردار ورکړ چې د وسله والو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي او دغه راز د وسلو د قاچاق پر وړاندې به خپله روانه مبارزه نوره هم جدي او ګړندۍ کړي.

که څه هم تر اوسه په سمه توګه نه ده روښانه شوې، چې دغه وسلې د چا او له کوم ځای څخه چېرې وړل کېدې، خو چارواکي وايي چې په دې اړه جدي پلټنې روانې دي.

د خوست يو اوسېدونکي محمدجمال پژواک اژانس ته وويل چې که امنيتي ځواکونه او نور مسوولين په خپل وخت د ورانکارو مخه ونيسي، د امنيت پروړاندې شته ګواښونه په خپله له منځه ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.