Language

د بلخ ولايتي شورا يوې وکيلې په المان کې پناه اخيستې

مزارشريف (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥):  د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي چې د دې شورا يوې غړې په المان کې پناه اخيستې ده.

د ولايتي شورا رييس افضل حديد د غبرګولي په لومړۍ نېـټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سوګند فرنګيس په نوم د ولايتي شورا يوې وکيلې شاوخوا څلور مياشتې مخکې د درېيو مياشتو  لپاره رخصت اخيستی و.

هغه زياته کړه چې دغې وکيلې بهر ته د درملنې په موخه رخصت اخيستی و، په داسې حال کې چې د تېرې مياشتې د غويي په ٢٠مه يې رخصتي بشپړه شوې، خو تر اوسه نه ده راغلې.

د حديد د معلوماتو له مخې، سوګند فرنګيس المان ته تللې ده او هلته يې سياسي پناه اخيستې ده.

د ولايتي شورا رييس وايي چې د هغې د غړيتوب او د وکالت فسخ کولو په موخه به د ولايتي شورا په راتلونکې غونډه کې تصميم ونيول شي.

خو د بلخ د ولايتي شورا مرستيال شجاع الدين شجاع بيا دا خبره ردوي چې ګواکې مېرمن سوګند په المان کې پناه اخيستې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې سوګند د شخصي کارونو لپاره المان ته تللې ده او بېرته به راوګرځي.

د يادونې ده، مېرمن سوګند تر دې مخکې په شمال کې د ايساف په بيان راډيو کې د خبريالې په توګه دنده ترسره کوله.

د تېرو ټاکنو د رسمي پايلو تر اعلان مخکې پر نوموړې وسله وال بريد وشو، خو دا ترې روغه ووته.

د بيان شمال راډيو يوې سرچينې هم پژواک ته ومنله چې مېرمن سوګند المان ته تللې او پناه يې اخيستې ده.

login or register a new account.