Language

پاکستان په انګور اډه کې جوړ کړي پوځي تاسيسات افغانستان ته وسپارل

ښرنه، کابل  (پژواک،  د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي، پاکستانيو ځواکونو هغه پوځي تاسيسات چې د افغانستان په خاوره کې يې جوړ کړي وو، د ملي دفاع وزارت پلاوي ته وسپارل.

د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال د غبرګولي په لومړۍ نېـټه، په خپلې ټولنيزې شبکې فېسبوک کې ليکلي، څو ورځې مخکې يې د پاکستان له لوی درستيز جنرال راحيل شريف سره يې د ليدنې پر مهال په انګور اډه کې د پوځي تاسيساتو موضوع را پورته کړې وه.

هغه زياته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ژورو ستونزو د هواري او د باور فضا د ښه کولو لپاره بايد پاکستان ځينې عملي اقدامات وکړي.

نوموړى وايي، په همدې موخه د پاکستان د پوځ د مشر په حکم لومړى د تورخم لاره پرانيستل شوه.

د زاخېلوال په وينا، د يادې ليدنې پر مهال پاکستان ورسره ژمنه کړې وه، چې په يوه اونۍ کې به ټول هغه پاخه تاسيسات، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ډيورنډ پولې ته څېرمه په انګور اډه کې جوړ شوي وو، افغانستان ته وسپارل شي.

ده ويلي، د يادو تاسيساتو تر سپارلو وروسته به پاکستاني پوځيان شاته خپلو پخوانيو مرکزونو ته ستنېږي.

هغه زياته کړې: (( خوښ يم چی همدا اوس په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی د پاکستان فوځ، پورتنۍ ژمنې ته په وفا، په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کې جوړ شوي ټول تاسيسات له کابل څخه تللي د ملي دفاع وزارت يو پلاوی ته د سپارلو په حال کې دى.))

د افغان سفير په وينا، سر له نن مازيګر څخه به د افغانستان ملي بيرغ پر  يادو تاسيساتو ورپول شي.

د پکتيکا ولايت د برمل ولسوال حيات الله صافي پژواک اژانس ته ومنله چې د ملي دفاع وزارت يو پلاوى نن دې ولسوالۍ ته راغلى دى.

هغه زياته کړه، سيمې ته د پاکستان پوځي پلاوى راغلى او جوړ کړي تاسيسات يې افغان لوري ته وسپارل.

تر دې مخکې د برمل ولسوالۍ د ځينو سرحدي سيمو اوسېدونکي پژواک اژانس ته ويلي وو، چې پاکستانيو ځواکونو د افغانستان په خاوره کې تر ٢٠ کيلو مترو پورې مخکې راغلي او د دروازې ترڅنګ يې نورې پوستې او پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.

login or register a new account.