Language

بلخ کې سیمه ییز پولیس بې ګناه خلک وژني او ځوروي

مزارشريف (پژواک، ٣ غبرګولی ۹۵): د بلخ ولايتي شورا ځيني غړي او د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د سيمه ييزو پوليسو له کړنو خوښ نه دي.

دوی وايي چې سيمه ييز پوليس ۵۰ سلنه د حکومت په واک کې دي؛ خو ۵۰ سلنه چارې پر خپل سر ترسره کوي.

د بلخ امنيتي مسوولين هم وايي، ښايي د سيمه ييزو پوليسو په منځ کې داسې کسان وي چې د عامو خلکو د  ځورونې لامل کېږي؛ خو په دې هکله ورته تر دې دمه رسمي شکايت نه دی شوی.

د دغه ولايت د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تر څنګ سيمه ييز پوليس هم د نا امنۍ په جوړولو کې پوره لاس لري.

نوموړي زياته کړه: ((دوی په وړو وړو خبرو خلکو ته پلمې جوړوي، لاره پرې جوړوي چې پيسې ترې واخلي، موټرسايکل ترې واخلي او ژوند يې ورته تريخ کړي.))

د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس په ياده ولسوالۍ کې له وسله وال طالب څخه په نا امنۍ او بې ثباتۍ جوړولو کې کم نه دي.

نورالله له حکومت څخه د سيمه ييزو پوليسو د ورته چلند د مخنيوي غوښتنه وکړه.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي خليل الله پژواک ته وويل: ((سيمه ييز پوليس د ورځې پوليس وي او د شپې له خلکو غلاوې کوي.))

نوموړي زياته کړه چې دوی په خپلو سيمو کې د زور درلودو په استفادې د خلکو مالونه په زور اخلي او د سيمې د نا امنه کېدو لامل ګرځي.

د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي ګلزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ولسوالۍ په ځينو کليو کې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((سترکوټ، غنمی او سياب کليو کې وسله وال پيدا شوي، چې موږ يې فرق نه شوو کولی چې اربکيان دي، که طالبان او داعش.))

هغه وايي چې په يادو سيمو کې نجونې څه چې هلکان هم ښوونځيو ته د يادو وسله والو کسانو له وېرې نه شي تلی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.