Language

جنرال نيکولسن: ملا اختر منصور د افغان سولې خبرو پر وړاندې خنډ و

کندوزښار (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموريت او امريکايي ځواکونو قوماندان له افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ پر دوام ټينګار کوي او وايي چې د طالبانو د مشر وژل کېدو سره به د افغان سولې مذاکراتو بهير چټک شي.

جنرال جان نيکولسن چې نن يې کندوز ولايت ته سفر کړى، وويل داسې اندېښنې شتون لري چې طالبان بيا پر کندوز ښار بريد وکړي؛ خو کومه رهبري چې په دغه ولايت کې رامنځته شوې ده، بايد خلکو ته ډاډ ورکړي چې کندوز به سقوط ونه کړي.

نوموړي زياته کړه: "څرنګه چې مو پخوا ژمنه کړ ې وه چې کندوز به بيا سقوط نه کوي او موږ به د خلکو او امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ يو؛ موږ په عمل کې وښوده چې موږ دلته يو او خپلو همکاريو ته دوام ورکوو او موږ په هر وضعيت کې د خلکو تر څنګ ولاړ يوو."

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموريت او امريکايي ځواکونو قوماندان يو ځل بيا له افغان امنيتي ځواکونو او د دغه هېواد له خلکو د ملاتړ اعلان وکړ.

ياد امريکايي جنرال د وسله والو طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د وژل کېدو په تاييد سره وويل چې د ولسمشر محمد اشرف غني د خبرو پر بنسټ ملا اختر محمد منصور د سولې خبرو اترو بهير پر وړاندې ستر خنډ و؛ د نوموړي په وژل کېدو به د سولې مذاکرات مثبتې پايلې ولري.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل هم وويل چې د ملا اختر منصور وژل کېدل به پر امنيتي حالاتو مثبت اغېز وکړي او د وسله والو مخالفينو مورال به هم کمزورى شي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې تېر کال د کندوز سقوط پر مهال د ٥٦ هاموي ټانکونو په ګډون د امنيتي ځواکونو زياته اندازه مهمات د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلل چې په ويجاړولو کې يې بايد ناټو ځواکونه له افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي؛ ځکه دا تجهيزات د کندوز امنيت لپاره ستر ګواښ دى.

د يادونې ده، په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموريت او امريکايي ځواکونو له قوماندان سره په دغه سفر کې د المان، هالنډ سفيران او د نړ يوالو سازمانونو يو شمېر استازو هم ګډون درلود چې ټولو د کندوز له خلکو سره پر خپلو همکاريو ټينګار وکړ.

login or register a new account.