ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې خوستیان په محکمو کې د فساد له امله دعوې د ښار په هوټلونو کې فیصله کوي

ځينې خوستیان په محکمو کې د فساد له امله دعوې د ښار په هوټلونو کې فیصله کوي

author avatar
23 May 2016 - 13:27
ځينې خوستیان په محکمو کې د فساد له امله دعوې د ښار په هوټلونو کې فیصله کوي
author avatar
23 May 2016 - 13:27

خوست (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): د خوست ځيني اوسېدونکي په عدلي او قضايي ادارو کې د پراخ فساد له امله خپل حقوقي مسايل او دعوې د ښار په هوټلونو کې د مرکچيانو په وسيله هواروي.

د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی حبيب الله چې له څه مودې راهيسې له خپل تره سره د ځمکې پر سر لانجه لري، هڅه کوي چې په خوست ښار کې د سپوږمۍ په نوم هوټل کې يې هواره کړي.

نوموړي د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې څارنوالۍ او محکمې ته نه ځي، وويل چې اوسمهال د خښتو په بټۍ کې کار کوي او اړ دی چې خپله دعوه په نسبي لږ لګښت سره هواره کړي.

هغه زياته کړه: ((که محکمې ته ورشم، هلته راڅخه د قضيې د هواري په موخه ډېرې پيسې اخلي، زه غريب سړی يم، په جېب کې لس روپۍ هم نه لرم، نو بيا به په محکمه کې څه ورکړم؟))

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکي نذير خان چې له خپلو کليوالو سره د غره د ملکيت پر سر لانجه لري، پژواک ته وويل چې د بې عدالتۍ له امله د محکمې پر ځای په هوټل کې ناستو قومي مشرانو او مرکچيانو ته لومړيتوب ورکوي.

ده وويل: ((هوټلي محکمې ته ځکه راغلی يم چې د ستونزې د هواري پر سر را څخه دوه يا درې زره کلدارې اخلي، خو که محکمې ته ورشم، نو لومړنۍ غوښتنه يې د پيسو وي.))

د دغو ولايت يو بل اوسېدونکی اصيل مير پژواک اژانس ته وويل، زياتره هغو خلکو چې خپلې دعوې يې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکې کړې دي، پر کلونو کلونو تېرېدو سره بيا هم نه دي هوارې شوې.

نوموړي وويل: ((مشران روپۍ اخلي، خو لانجه ژر هواروي او دواړو غاړو ته د منلو وړ هم وي. خو قاضيان له پيسو سره، سره سهار د يوه په ګټه او مازديګر د بل په پلوۍ پرېکړه کوي)).

د خوست اوسېدونکی حاجي جنت خان تڼی له هغو کسانو څخه يو دی چې د خوست ښار په سپوږمۍ هوټل کې د يو اندازه پيسو په بدل کې د خلکو حقوقي دعوې فيصله کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ډېری داسې کسان ورته راځي چې يو ځل يې خپلې دعوې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکې کړې دي، خو د هواري کومه لار يې نه ده ورته پيدا کړې.

ده زياته کړه: ((لومړی د دعوه لرونکو تر منځ تېر شوی جريان ګورو او بيا له خلکو څخه پوښتنه کوو، چې دغه جريان څومره رښتينی دی؟ بيا دواړو لورو ته قناعت ورکوو. پرېکړه مو داسې وي چې د دواړو غاړو په کې خير ښيګڼه نغښتې وي او پرې رضايت وښيي.))

د دغه ولايت اوسېدونکي نوري ريحان پژواک اژانس ته وويل چې ورور يې د سياسي جرم په تور نيول شوی و او پر ۱۸ مياشتو زندان تېرولو سربېره يې شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ د رشوت په ډول ورکړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.