خوست ښار (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د يوې چاودنې له امله د سرحدي پوليسو د کشف امر وژل شوى دى.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې په سيمه کې شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې په ياده سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې د کشف امر وژل شوى، دوه افسران او درې سرتېري ټپيان شوي دي.
د خوست د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته يو جسد او پنځه ټپيان راوړل شوي دي.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن