مهترلام (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): د لغمان والي وايي چې د خلکو د غوښتنو له مخې يې د وطن ګټو برېښنا بند لومړنۍ سروې بشپړه کړې ده.
والي عبدالجبار نعيمي د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لغمان د خلکو د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ او د ولايتي ادارې د هڅو او اغېزمنو کړنو په پايله کې د وطن ګټو د برېښنا د بند لومړنۍ سروې تکمیله شوه.
هغه زياته کړه، له کومې ورځې چې دوى ته په لغمان کې د ماموریت دنده سپارل شوې، د ملي وحدت حکومت ټول وزارتونه او مرستندويه ټولنو سره يې د لغمان د بيارغونې لپاره ليده او کاته کړي دي.
د والي پر وينا، د برېښنا دغه بند د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د وطن ګټو په سيمه کې جوړېږي، چې پر جوړېدو به يې شاوخوا شپېته ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي.
نعيمي زياته کړه چې ياد بند به تر جوړېدو وروسته ۴/۸ ميګاواټه پورې برېښنا توليد او د دغه ولايت د برېښنا او اوبه خور ډېره ستونزه هواره کړي.
د لغمان والي وايي چې د دغه بند تر پشپړېدو وروسته به په ختيځ زون کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي او په زرګونه جريبه دولتي ځمکې به له خطر څخه د ژغورنې تر څنګ ټولې کرنيزې ځمکې به منظمه توګه خړوبه شي.
نعيمي زياته کړه چې د يادې پروژې په پيلېدا سره به زرګونو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
هغه وايي چې اوس مهال په لغمان کې ګڼې بنسټيزې پروژې تر کار لاندې دي، د کله ګوش برېښنا بند او شاهي کانال د ملي پروژو د لومړنۍ تخنيکي سروې چارې هم جريان لري چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP