مزارشريف (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار لسګونو لاريون کوونکو د باميان ولايت سيمه ييزه اداره له تاجکانو سره پر ناوړه چلند تورنه کړه.
سلګونه لاريون کوونکي د غبرګولي په ۵مه د مزارشريف ښار واټونو ته راوتلي وو او د باميان ولايت د سيمه ييز ادارې پر خلاف يې شعارونه ورکول.
دوی چې له ځان سره يې د هېواد ستره جوړه کړې جنډه لېږدوله، په بېنرونو کې يې د ليکل شوو شعارونو له لارې له مرکزي حکومت او ملګرو ملتونو په باميان ولايت کې د تاجکانو پر وړاندې د بې عدالتۍ او تبعيض د بندېدو غوښتنه کړې وه.
يو لاريون کوونکي بشيرالدين بشارت چې پژواک خبري اژانس ته يې ځان د باميانو ولايت د مرکز د تيبوتي سيمې اوسېدونکی معرفي کړ، وويل چې نن د بلخ خلکو په مرسته د خپل حق د غوښتنې په موخه راغونډ شوي دي.
نوموړي د باميان ولايتي چارواکي له باميانو څخه د تاجکانو پر ايستلو تورن کړل.
هغه وويل: ((سيمه ييزو چارواکو مو پر کرنيزو ځمکو د ښار د ماسټر پلان نقشه راوستې او له دې لارې هڅه کوي چې موږ له باميانو کډه کېدو ته مجبور کړي.))
بشارت وويل چې په باميان ولايت کې دغه ناوړه چلند يوازې له تاجکانو سره نه، بلکې له پښتنو سره هم روان دی.
د مزارشريف ښار اوسېدونکی نثار احمد عبيدي چې اصلي استوګنځی يې باميان دی، په ننني لاريون کې يې برخه اخيستې وه.
نوموړي پژواک ته وويل: ((په باميانو کې قومي حذف ته هڅه کېږي، د تاجکانو ځمکې دولتي کېږي او نورو خلکو ته د ښارګوټو په نامه ځمکه وېشل کېږي.))
هغه وايي چې د همدې بې عدالتيو د لرې کېدو په موخه يې نن دلته لاريون کړی دی.
عبيدي وويل چې دوی له مرکزي حکومت او له ملګرو ملتونو څخه هيله کوي چې په باميان ولايت کې د سيمه ييزو چارواکو له خوا د قومي حذف مخه ونيسي.
نوموړي ځانګړې اشاره ونه کړه خو زياته يې کړه چې په ډېری دولتي لوړپوړو پوستونو کې يو قوم ځای لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP