کندوز ښار (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې دوو غير مسوولو وسله والو ډلو د کندوز د خان اباد بندر ساحه کې د عشر راټولولو پر سر خپلمنځي شخړه کړې چې له امله يې تر دې دمه دوه کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شېرعزيز کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل وسله والو مخالفينو نن سهار غوښتل چې د کندوز په بندرخان اباد سيمه کې عشر راټول کړي چې د دوو غير مسوولو وسله والو له مخالفت سره مخ شول.
نوموړي زياته کړه چې د دواړو لورو تر منځ له نښتې وروسته کله چې وسله وال مخالفين تښتېدل، دواړو وسله والو ډلو د عشر د راټولولو په سر نښته وکړه.
په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان وويل: ((د قدوس چپه او حکومت په نومونو دوه کسان چې په غير مسوولو وسله واالو قوماندانانو پورې اړوند دي، له بل سره ښکېل شوي چې تر اوسه د قوماندان حکمت دوه کسان وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.))
کامه وال زياته کړه چې د دواړو غير مسوولو وسله والو ډلو تر منځ نښته تر اوسه (له غرمې وړاندې ١١:٠٠) روانه ده او امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.
د پژواک خبريال د پېښې له ځاى نه په خپل راپور کې وايي چې د دواړو غير مسوولو وسله والو ډلو تر منځ نښته روانه ده او له امله یې د غنمو څو درمندونه سوځېدلي دي.
د نقيب په نوم يوه ځايي اوسېدونکي وويل، نن سهار اوازه وه چې وسله وال مخالفين د عشر ټولولو لپاره سيمې ته راځي، خو د غير مسوولو وسله والو او طالبانو تر منځ له لنډې نښتې وروسته طالبان له ساحې وتښتېدل، خو دوې غير مسوولې وسله والې ډلې چې ساحه کې فعاليت لري؛ يو له بل سره ښکېلي دي.
نوموړي زياته کړه چې د دې دوو ډلو د نښتې په پايله کې د غنمو درمندونه سوځېدلي او يو راکټ د استوګنې پر کور لګېدلى چې تر اوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شي.
login or register a new account.