پل علم (پژواک، ٥ غبرګولی ۹۵): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د پوهنې وزارت له دغه رياست سره سليقوي چلند کوي؛ ځکه چې ځيني بستونو ته يې بريالي شوي کسان نه منظوروي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې مياشتې وړاندې له سلګونو کسانو څخه د دريمو بستونو لپاره ازموينه واخيستل شوه.
هغه زياته کړه: ((دغه ازموينه د ادارې اصلاحاتو له طرزالعمل سره سم په څو پړاونو کې واخيستل شوه چې شلو ځوانانو د ښوونځيو امريتونو ته لاره پيدا کړه خو وزارت يې تراوسه منظوري ځنډولې ده.))
د عرب په وينا، د پوهنې په وزارت کې يو شمېر کړۍ شته چې د لوګر د پوهنې له رياست سره سليقوي چلند کوي.
ده وويل چې د پوهنې رياست بايد هر څه ژر يادو کسانو ته منظوري ورکړي؛ ځکه د امرينو په نه شتون کې ښوونځي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه رياست د انسجام او همغږۍ د امريت تر څنګ، د سجاوند، دشتک، باغيارک، غازي امان الله خان، د مغل خيلو او ځيني نورې لېسې دمګړۍ امرين نه لري.
ده زياته کړه چې د پوهنې رياست چارواکيو يادې ستونزې څو ځلې له وزارت سره شريکې کړي خو تراوسه وزارت کوم اقدام نه دى کړى.
د لوګر د پوهنې رياست د انسجام او همغږۍ امريت ته بريالى شوى سميع الحق راشد پژواک ته وويل چې درې مياشتې وړاندې يې دغه بست ته ازموينه ورکړې وه او بريالى شوى و خو تر اوسه يې برخليک معلوم نه دى.
هغه وايي: ((زه د خپل لیاقت او استعداد له مخې دې څوکۍ ته بریالی شوی یم او د ازموینې پارچه او نور اسناد مې په دوسیه کې شته دي خو په وزارت کې یي د ناڅرګندو لاملونو له امله ساتلی او منظوري مې نه اجرا کوي.))
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل د اړوندې موضوع په اړه پژواک ته وويل چې د پوهنې وزارت د لوګر د پوهنې له رياست سره سليقوي او غيرقانوني چلند کوي.
هغه وايي: ((په ولاياتو کې د پوهنې رياستونو ته قانون اجازه ورکړې چې تر دريمو بستونو پورې ازموينه واخلي او دلته خو موږ شاهدان يو چې ازموينه په شفاف ډول واخيستل شوه نو کسانو ته بايد منظوري ورکړل شي.))
وکيل د پوهنې له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر د لوګر د پوهنې رياست دغه ستونزه هواره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP