Language

کاپيسا کې د یوه دارالمعلمين مخې ته چاودنې د درېیو نجونو په ګډون ٦ کسان ټپيان کړي

محمودراقي (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): په کاپيسا کې د یوه دارالمعلمین مخې ته چاودنې د  درېيو نجونو په ګډون ٦ کسان ټپيان کړي دي.

د دغه ولايت د والي وياند قيس قادري د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چاودنه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د دوهم کوهستان ولسوالۍ د استاد فريد دارالمعلمين مخې ته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دې چاودنې له امله د درېيو نجونو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي د پېښې د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې ماين د دارالمعلمين دروازې مخې ته ځاى پر ځا شوى و.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې درې نجونې، دوه هلکان محصلين او يو ساتونکى ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي چې د استاد فريد دارالمعلمين په يوه کرايي زړه ودانۍ کې فعاليت کوي.
د کاپيسا د ملکي روغتون رييس ډاکټر مرزا محمد رجا پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته پنځه ټپيان ور وړل شوي وو.

دى وايي چې د ساتونکي ټپونه سخت و او هغه يې د درملنې لپاره کابل ته لېږدولى دى.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.