Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سمنګانو اوسېدونکو لپاره د برېښنا برابرولو په موخه هڅې پيل شوې

ايبک (پژواک ٦ غبرګولى ٩٥): سمنګان ولايت کې چارواکو د برېښنا انرژي توليد په موخه د لمريزې، بادي او اوبو سرچينو د څېړنې لپاره د کمېټې جوړولو په ناسته کې وويل، چې له دغو سرچينو څخه په ګټې د دغه ولايت د برېښنا اړتياوې پوره کېدلى شي.

د دغه ولايت مرکز د ايبک خُلم دريايي حوزې مشر غلام محمد دقيق په ياده ناسته کې وويل چې دغه کمېټه د المان پراختيايي همکاريو ادارې (جي ايي زيډ) په همکارۍ رامنځته شوې او په دغه ولايت کې به د برېښنا انرژي د لمريزې، بادي او اوبو سرچينو په اړه څېړنه کوي.

نوموړي وويل چې دغه کمېټه به له څېړنو وروسته هغه پروژې چې د ١٠٠ کيلو واټه برېښنا توليد وړتيا ولري، د عملي کولو په موخه مرسته کوونکو ته وړانديز کړي.

د شمال دريايي حوزې عمومي مشر انجنير عصمت الله وويل، څېړنې ښيي چې په سمنګانو کې د لمر، اوبو، باد او خځلو د برېښنا توليد ډېرې سرچينې شتون لري.

 د هغه په وينا، که چېرې له دغو سرچينو ګټه واخيستل شي نو د سمنګان اوسېدونکو اړتياوې به پوره شي او د دغه ولايت اوسېدونکي کولى شي چې د توليدي فابريکو په جوړولو سره خپل اقتصاد ښه کړي.

دغه راز د بلخ ولايت مرکز مزارشريف  د جي ايي زېډ دفتر استازي وويل، چې د لمريزې او بادي برېښنا توليد پروژې په بدخشان، تخار او بلخ ولايتونو کې عملي شوي او ښې پايلې يې درلودې.

د هغه په وينا، د برېښنا د دوه بادي پروژو د عملي کېدو پر مهال به د سمنګانو د برېښنا اړتياوې پوره شي.

مسوولانو په دې اړه څه ونه ويل چې په دغه ولايت کې څومره برېښنا ته اړتيا ده. اوسمهال د ايبک ښار او حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکي له وارداتي برېښنا برخمن کېږي او د دغه ولايت نورې سيمې برېښنا نه لري.

په نننۍ ناسته کې د ايبک د خلم دريايي حوزې، د سمنګانو د کليو او پراختيا، برېښنا شرکت، اقتصاد، کرنې، د ولايت مقام سکتوري خدمتونو، چاپېريال ساتنې مشران او دغه راز د جي ايي زېډ، ولايتي شورا، مدني ټولنې، سوداګرۍ خونې او د دغه ولايت د خصوصي سکتور استازي د دغه ولايت د برېښنا انرژۍ سرچينو د څېړنې کمېټې د غړو په توګه وټاکل شول

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.