مهترلام (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥): د لغمان چارواکي وايي چې ددې ولايت سلګونه زره اوسېدونکي په روغتيايي او پوهنيز ډګر کې معلوماتو ته د لاسرسي او معالجې په موخه د نړۍ له مهمو مرکزونو سره نښلول کيږي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولايت پوهنتون، مرکزي روغتون او درې ښوونځيو ته د نوري فايبر شبکې د نښلولو چارې نن پيل شوې.
هغه زياته کړه، چې دغه شبکه د ۱۱.۴۵ کيلو متره په اوږدوالي د څه دپاسه ١١ ميليونه افغانيو په لګښت دمخابراتو وزارت د اترا ادارې د TDF (دمخابراتی پرمختګ صندوق) له بوديجې څخه د افغان ټيليکام مخابراتي شرکت لخوا د دوو مياشتو په اوږدو کې جوړېږي.
د ځواک په وينا، له دې پروژې څخه څه دپاسه اته سوه زره عام وګړي، د ښوونځيو زده کوونکي او د پوهنتون محصلين او استادان به ترې په روغتيايي او پوهنيز ډګر کې معلوماتو ته د لاس رسي او معالجې په برخو کې ګټه پورته کړي.
دغه راز هغه وايي چې له دې لارې به ددې ولايت اوسېدونکي د نړۍ له مهمو روغتيايي او پوهنيزو مرکزونو او پوهنتونونو څخه معلومات تر لاسه او يو له بله سره به تجربې شريکې کړي .
د والي وياند وويل، د مهترلام مرکزي روغتون چی مخکې ورته د ۱۰ کمپيوټرونو په ظرفيت د معلوماتي ټکنالوجۍ لابراتوار جوړ شوی و،اوسمهال له نوري فايبر سره نښلول کېږي چی موخه يې له لرې واټن څخه درملنه ده.
د ځواک په وينا، د معلوماتي ټکنالوجۍ پرمټ له دې روغتيايي مرکز څخه به د لغمان ولايت شاوخوا ۷ سوه زره وګړي ګټه واخلي او د دې پرځای چې له هېواده بهر د درملنې لپاره سفر وکړی، له همدې ځايه به د هېواد او نړۍ په مشهورو روغتونونو کې درملنه کېږي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې له دې پروژې څخه د لغمان پوهنتون، د مستورې د نجونو او دغه راز د روښان او قرغيو ولسوالۍ د هلکانو د لېسو زده کوونکي او د پوهنتون محصلين او استادان به په سمعي او بصري توګه نصاب، د هېواد او نړۍ تعليمي او تحصيلي ادارو او همدارنګه برېښنايي کتابتونونو، لابراتوارونو او څېړنيزو مرکزونو ته لاسرسی ومومي.
د هغه په وينا، د دې تر څنګ د ۲،۶ مېليونه افغانيو په لګښت د ۲،۱ کيلو متر په اوږدوالي بيا همدغه شبکه چې د کرنې مسلکي لېسې، د شيخانو کلا د نجونو او د ډاکټر عبدالله لغماني د هلکانو د لېسو لپاره له وړاندې جوړه شوې وه نن عملا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
login or register a new account.