پل علم (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د چاودنې له امله اته تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن نږدې ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې د پل علم ښار اړونده د شهيدانو په څلور لاري کې وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د درېيو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون اته ملکي وګړي ژوبل شوي، چې روغتون ته لېږل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
دى وايي چې دا ماين د وسله والو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى شوى و او موخه يې ملکي وګړي وو.
د نجيب الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او په داسې حال کې شوې، چې کابل ته خلک روانېږي.
دى وايي چې د ډ ېرو موټرو او کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP