Language

وسله والو مخالفينو د کندوز امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال تښتولى

کندوز ښار(پژواک، ٨غبرګولى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال نن سهار د وسله والو مخالفينو لخوا وتښتول شو.

د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شيرعزيز کامه وال، د شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز امنيه قوماندانۍ مرستيال وحيدالله له تخار څخه د کندوز پر لور روان وو چې د کندوز- خان اباد لويې لارې په اوږدو کې په خواجه پسته سيمه کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شو.

نوموړي زياته کړه چې وسله والو مخالفینو د ده پر موټر ډزې وکړې چې په پايله کې يې يو ساتونکى ووژل شو او د امنيه قوماندانۍ مرستيال يې له ځان سره يووړ.

د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان وويل، هغه کسان چې د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال يې تښتولى، د قاري سليم په ورور ملا خاکسار پورې اړه لري.

قاري سليم په کندوز ولايت کې د طالبانو پوځي مشر و چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ کې د ځانګړو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

تراوسه ددغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

Related Topics