مزار شريف (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥): د کار او ټولنيزو چارو وزيره وايي چې د ياد وزارت د سيستم د بانکي کولو پر مهال ورته معلومه شوې، چې پنځوس زره خيالي معلولينو او د شهيدانو وارثينو ته معاشونه ورکړل شوي دي.
نسرين اورياخېل د غبرګولي په ۸ مه په مزار شريف ښار کې د حرفوي زده کړو د مرکز په پرانيسته کې دغه څرګندونې وکړې.
ميرمن اورياخېل زياته کړه، چې د کار او ټولنيز چارو وزارت له فساد سره د مبارزې لپاره جدي ګامونه اخيستي؛ خو لا يې هم په بشپړ ډول له دغه وزارته د فساد جرړې نه دي ويستلي.
هغې، د پروګرام په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شفافيت د رامنځته کولو په موخه يې د معلولينو او شهيدانو د وارثينو د معاشونو د ورکړې سيستم بانکي کړی، چې په پايله کې پنځوس زره سره خيالي معلولين او د شهيدانو وارثين پېژندل شوي، چې پخوا تر دې معاشونه ورکړل شوي دي.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې د دغه وزارت د يو شمېر پخوانيو کار کوونکو تر څنګ د راڼه او شفاف سيستم نشتوالى هم د پراخ فساد د رامنځته کېدو، ستر لاملونه وبلل.
نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې دمګړۍ يې په ټول هېواد کې د حرفوي زده کړو د ۴۶ مرکزونو د جوړولو پروسه پيل کړې، چې لومړی مرکز يې په مزار شريف ښار کې پرانيستل شو.
د دې تر څنګ هغې دا هم وويل چې د يو شمېر موسسو په همکارۍ د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکو ته د وړې سوداګرۍ د پيل په موخه د پيسو مرسته هم کوي، چې نن يې د بلخ د چارکنت ولسوالۍ له درې زره کورنيو سره د ورته مرستې اعلان وکړ.
اورياخېل وويل چې د کار موندنې ملي پاليسي يې تر بحث لاندې نيولې او ډېر ژر به دغه وزارت د کارموندنې په برخه کې خپله ستراتيژي اعلان کړي.
login or register a new account.