مزار شريف (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٥) : پوځي چارواکي وايي چې په شمالي ولايتونو کې د ملي اردو او پوليسو په ليکو کې د ځوانانو د جلب او جذب عمومي کمپاين پيل شوى دى.
په شمال کې د پوليسو د ٧٠٧ پامير زون وياند سيد سرور حسيني د غبرګولي په ٨مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دې وروستيو کې ددښمن پر وړاندې د حکومت ښکاره دريځ او د ملي ځواکونو لاسته راوړنې ددې لامل شوي، چې پر ملي ځواکونو او حکومت د خلکو باور زيات شي.
هغه زياته کړه چې له همدې امله د ملي ځواکونو له ليکو سره د ځوانانو د يو ځاى کېدو په اړه لېوالتيا زياته شوې ده.
حسيني وويل چې دوى د رسنيو، عامو خلکو او قومي مشرانو له لارې د شمال په پنځو ولايتونو کې د جلب وجذب کمپاين پيل کړى او دا به يوه مياشت دوام ولري .
د نوموړي په وينا، له دې کمپاين سره به د ملي ځواکونو ليکې او روحيه پياوړې شي.
په شمال کې د شاهين قول اردو وياند عبدالقهار ارام پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې د شمال په پنځو ولايتونو کې دوه زره ځوانان د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شوي دي.
هغه زياته کړه چې له نوي پيل شوي کمپاين سره به دا پروسه لا نوره هم پياوړې کړي او ګڼ شمېر نور ځوانان به د دوى له ليکو سره يو ځاى شي.
ارام ، د وسله والو طالبانو لخوا پيل شوي عمري عمليات ناکام وبلل او ويې ويل چې د هغوى پر ضد عمليات په برياليتوب سره روان دي.
login or register a new account.