کابل (پژواک ١٠ غبرګولى۹۵): د ملي امنيت شورا د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ ناسته کې له داعش سره د مبارزي ستراتيژي تاييد او او امنيتي ځواکونو ته يې لارښوونه وکړه چې دا ډله په بشپړ ډول وځپي او له منځه يوسي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه، نن ماسپښین په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، اروزګان، فاریاب، ننګرهار، غزني، سرپل او بغلان ولایتونو په هکله د راپور د وړاندې کولو پرمهال د دښمن پر وړاندې د مبارزې او د امنیتي تهدیدونو د دفعه کولو په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو کوښښونه او بریاوې وستایلې او د امنیتي تهدیدونو د دفعه کولو په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
سرچينه زياتوي، وروسته ملي امنیت شورا د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټولټاکنو د ترسره کولوپه هکله د حکومت د ژمنتیا او بشپړې ارادې په بیا اعلانولو سره د ټولټاکنو لپاره د امنیتي پلان ابتدایي راپور په هر اړخیزه توګه وارزاوه او اړوندو ارګانونو ته یې د ټولټاکنو د امنیتي پلان د طرحې د نهایي کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه ملي امنیت شورا مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې له ډونرانو سره د ټولټاکنو د اړتیا وړ مالي وجوه ارزونې ته ادامه ورکړي او د ټاکنو د لګښت د ورکولو لپاره هغوی ته د حکومت د ژمنه شوي تخصیص په هکله د افغانستان د حکومت د ژمنتیا ډاډ ورکړي.
ملي امنیت شورا د ټاکنو د ترسره کولو په ارزښت په ټینګار، اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه، چې د ټولټاکنو پروسې قانوني برنامې چټکې کړي.
د دې ناستې په پای کې له داعش سره د مبارزې په ستراتیژي بحث وشو.
د ملي امنیت شورا د دې ستراتیژي د تدوین له موظفو ارګانونو څخه د مننې په څرګندونو سره، هغه په پرنسیب کې تايید کړه او اړوندو ادارو ته یې د داعش ډلې د نابودۍ، ځپلو او په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو د تداوم د مخنیوي په موخه هر اړخیزې لارښوونې وکړې.
د داعش ډلې فعاليتونه په تېره يوه کال کې د هېواد په ځينو برخو په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې زيات شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP