Language

د کاپیسا د امنیت لپاره د قومي مشرانو او علماوو کمېټه جوړېږي

محمودراقي (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د سرحدونو او قبايلو چارو وزير وايي چې د کاپيسا ولايت د امنيت لپاره به د قومي مشرانو او علماوو په ګډون يوه کمېټه جوړوي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٠مه د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې د دغه ولايت د قومونو او قبايلو چارو رياست د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ د ۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي چې د لوى تالار تر څنګ ١٨ خونې ولري.

منګل وويل چې اوس مهال په ١٥ ولايتونو کې يې رياستونه ودانۍ نه لري او په روان لمريز کال کې دا دويمه پروژه ده چې کار يې پيلېږي.

نوموړى وايي چې په کاپيسا ولايت کې به د قومي مشرانو ، ديني عالمانو او د مدني ټولنې له غړو څخه به يوه کمېټه جوړوي چې د سولې او امنيت په راوستو کې به له ياد رياست سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه چې دغه کمېټه به په نوې جوړېدونکې ودانۍ کې فعاليت کوي او له اړوند رياست سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

د کاپيسا د قومونو او سرحدونو چارو رييس عبدالوهاب اسکينوال وايي، دوی اوسمهال په يوه کرايي کور کې خپلې چارې مخته وړي او د غونډو د جوړېدو لپاره هېڅ مناسب ځای يې نه درلود.

د نوموړي په وينا، نوې جوړېدونکې ودانۍ سره به د دوى او د مراجعينو ډېرې ستونزې هوارې شي.

login or register a new account.