Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“لغمان کې د ځانمرګو بريدونو یو پلانوونکی قوماندان وژل شوی”

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): ملي امنيت وايي چې منسوبينو يې په لغمان ولايت کې د ځانمرګو بريدونو د طرحه کولو د يوې ډلې قوماندان له دوو وسله والو سره وژلی دی.

په کابل کې د ملي امنيت د لوى رياست له خوا د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د شهيدان زيراني په سيمه کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د ملي امنيت ځواکونو د وسله والو طالبانو د ډلې د ځانمرګو بريدونو طرح  کوونکي قوماندان ملا عبدالصبور سره چې ١١ کسان هم ورسره و او په لغمان ولايت کې يې د ځانمرګو بريدونو د طرح او ترسره کولو هوډ درلود، په ياده سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې نښتې په پايله کې د يادې ډلې يو قوماندان ملا ګل سرور چې په لوګري مشهور و، له دوو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

ملي امنيت وايي چې په دې عملياتو کې په زياته کچه وسلې او مهمات، ماينونه او چاودېدونکي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.