مهترلام (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي چې د اړوند وزارتونو د نه پاملرنې له امله د دغه ولايت امنيت له جدي ننګونو سره مخ دی.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې په ختيځ کې د ۲۰۲ شمشاد زون له قوماندان مل پاسوال جوره بېګ مرادي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د هغه په وينا، په دې کتنه د ياد زون مرستيال مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي، په ختيځ کې د عامه نظم پوليسو د اوومې لوا قوماندان مل پاسوال نصيراحمد صافي او د لغمان امنيه قوماندان پاسوال مطيع الله صافي هم ګډون درلود.
نعيمي د دې ليدنې پر مهال زياته کړه چې لغمان ولايت ته د اړوند امنيتي او دفاعي چارو وزارتونه او په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت بايد ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي له راغلي پلاوي وغوښتل چې د امنيت او ثبات د ټينګښت، د اعتماد جوړونې او پر نظام د خلکو د باور د کچې د لوړوالي لپاره دا يو ښه فرصت دى چې په دقت او ځيرکتيا سره له خپلو شتو امکاناتو د خپلو ولسونو د هوساينې او د امنيت د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.
نعيمي زياته کړه، د لغمان امنيتي وضعيت ته د امنیتي ارګانونو نه پاملرنې د دغه ولايت امنيت له جدي ننګونو سره مخ کولی شي.
دى وايي: ((زموږ غوښتنه دا ده چې د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو اکمال او تجهيز، د عملياتو پر مهال د هوايي ځواک مرستې، د نظامي شورا د پرېکړو پر اساس شويو وړانديزونو ته جدي توجو، د مسوولينو او منسوبينو تغيير او تبديل او دغه راز د مجازاتو او مکافاتو د اصل تطبیق ته دې لومړيتوب ورکړل شي.))
په ختيځ کې د ۲۰۲ شمشاد زون قوماندان مل پاسوال جوره بېک مرادي او نورو قوماندانانو نعيمي ته ډاډ ورکړ چې دوی به په يادو برخو کې جدي پاملرنه کوي او همدارنګه په هغو ځايونو کې چې د بېزونو په جوړولو خبرې شوي هلته به د امنيت د خونديتوب لپاره نوې پوستې رامنځته کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP