Language

تالقان (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): په تخار کې ديني عالمانو د کندوز پر لويه لار د مسافرو نيول او وژل په کلکه وغندل او دا کار يې ستر جنايت وباله.

يادو ديني عالمانو وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې چې طالبانو وړمه شپه شاوخوا دوه بجې نږدې ٢٠٠ مسافر چې له کابل نه بدخشان او تخار ولايتونو ته روان وو، د کندوز په شين تپه سیمه کې له موټرو ښکته کړل او بيا يې له ځان سره بوتلل، خو له څېړنو وروسته يې ١٠ کسان ووژل او ١٨ نور يې برمته کړل.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار په مرکز تالقانو ښار کې ديني عالمانو غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې ديني عالم مولوي کرامت الله نيازي وويل، هغه کسان او يا ډلې چې د بې ګناه کسانو ويني تويوي، د مسلمانانو له ډلې څخه نه دي.

نوموړي وويل: "څوک چې د خلکو وينه تويوي، خدای پاک يې توبه هېڅکله نه قبلوي، دا لوی جنايت دی، که هر چا د دغو مسافرو د وژلو فتوا ورکړې وي، مسلمان نه دی، طالبان چې د جنت ګټلو لپاره خلک وژني، ضرور به دوزخ ته ځي".

د هغه په وينا، که چېرې طالبانو ياد کسان له دولت سره د کار کولو په تور وژلي وي، نو ښه کار يې ځکه نه دى کړى چې افغان دولت يو مشروع دولت دى او کار کول ورسره شرعي ستونزه نه لري.

په دې غونډه کې بل ديني عالم مخلص تالقاني وويل، د کندوز پر لويه لار د مسافرينو وژل کېدل د اسلام او انسانيت ضد عمل دى.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر برمته شوي کسان د وسله والو له منګولو وژغوري.

هغه وويل: "طالبان په داسې کړنو سره اسلام بدناموي، بېګناه انسانان يې وژلي دي، دولت بايد د دغو مسلمانانو د خلاصون لپاره عمليات وکړي. طالبان جنايتکاران دي او د جنايتکارانو پر وړاندې بايد مبارزه وشي".

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې غونډه کې د تخار والي محمد ياسين ضيا هم ياده پېښه وغندله او ويې ويل: ((که طالبان غيرت لري، نو له نظاميانو سره دې مخامخ شي، دوى خو ټول ملکي کسان وژلي دي.))

دى وايي، د کندوز- تخار د لويې لارې د امن کولو لپاره يې اړين پروګرامونه پيل کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics