Language

د لوګر نوي امنيه قوماندان د امنيت ټينګښت ژمنه وکړه

پل علم ( پژواک، ١٢ غبرګولی ۹۵): د لوګر لپاره نوى ټاکل شوى امنيه قوماندان وايي، چې په دې ولايت کې د امنيت ټينګښت او له فساد سره مبارزه به يې له کاري لومړيتوبونو څخه وي.

مل پاسوال محمد ايوب انصاري دغه څرګندونې، نن د هغه د پېژندنې په غونډه کې وکړې.

ده وويل: "زه تیار یم چی د ولس لپاره ډاډمنه امنیتی فضا رامنځته کړم، له فساد سره به مبارزه کوم او هڅه به وکړم چې د ښه مدیریت له مخې سالمه اداره جوړه کړم، ترڅو پولیس د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي."

ده زياته کړه، له فساد او د نشه يي توکو له قاچاق سره به مبارزه کوي او له همدې لارې به د ولس همکاري راجلب کړي.

د لوګر والي محمد حليم فدايي په دې غونډه کې تر دې مخکې امنيه قوماندان کړنې وستایلې او له انصاري څخه یې د ښه کار او فعالیت غوښتنه وکړه.

د ده په وينا، د لوګر امنیت اوس تر پخوا کلونو ۴۵ سلنه ښه شوی او د دولت وسله وال مخالفین اوس د دې توان نه لري چې له ملي امنیتی ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي او یا کومه سیمه ورڅخه ونیسي.

دى وايي: "امنیتی ځواکونه زموږ ملی ارزښتونه دي، ځکه چې دوی د هېواد د ساتنې او خلکو ته د امنیت د ټينګښت لپاره خپل سرونه قربانوي او هغه څوک چې د دوی پر وړاندې جنګېږي، هغه یاغیان او باغیان دي، نو ولس او سیمه يیز مشران د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دي."

د لوګر د ولايتي شورا رييس قريب الله سادات له نوي امنيه قوماندان څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې د امنيت د ښه والي لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي او د ولس سر او مال خوندي کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې مل پاسوال محمد داوود احمدي له تېر یو کال راهیسې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ چارې پرمخ وړلې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.