Language

طالبان او امنیتي ځواکونه په پکتیکا کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي

ښرنه (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د پکتيکا په زېړوک ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانې د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې په زېړوک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

هغه وايي، په دې نښته کې تر اوسه له شلو ډېر طالبان وژل شوي او د ١٥ په شاوخوا کې ټپيان دي.

د ده په وينا، سيمې ته تازه دمي سرتېري هم رسېدلي دي او ډېر ژر به جګړه پاى ومومي.

دى وايي، په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته تر اوسه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي جمعه خان پژواک ته وویل، له تېرې ورځې راهيسې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياتوي، په دې بريدونو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

وسله والو طالبان هم ياده نښته تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو له تېرې ورځې راهيسې د زيړوک ولسوالۍ کلابنده کړې او جګړه دوام لري.

د ده په خبره، طالبانو په ياده ولسوالۍ کې تر اوسه يوه پوسته نيولې چي په ترڅ کې يې ٨ پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.