مزارشريف (پژواک ۱۲ غبرګولی ۹۵): د کورنيو چارو وزارت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس وايى چې پخوا د دې وزارت په قراردادونو کې زيات فساد کېده، خو اوس يې تر ډېره بريده مخه نيول شوې ده.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس پاسوال حبيب الرحمن د غبرګولي په ١٢مه، د بلخ په امنيتي ادارو کې د فساد د مخنيوي په موخه د يوې کمېټې د جوړېدو غونډه کې وکړې.
هغه د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی په امنيتي ادارو کې د فساد د مخنيوي په موخه کمېټې جوړوي.
د نوموړي په وينا، په کورنيو چارو وزارت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د کمېټې په جوړولو سره د اداري فساد ډېر مخنيوی کړی دی.
هغه وايي، پخوا به د ياد وزارت په قراردادونو کې زيات فساد کېده چې د کمېټې له جوړېدو وروسته يې مخه نيول شوې ده.
پاسوال حبيب الرحمن وويل چې بلخ ته سفر يې هم د دغه ولايت په امنيتي ادارو کې د فساد د مخنيوي په موخه د کمېټې جوړول دي.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات پژواک ته وويل چې د بلخ په امنيتي ادارو کې د فساد شتون نه ردوي.
خو نوموړي زياته کړه چې د هراړخيزو هڅو له لارې يې د بلخ ولايت اړوند امنيتي ادارو کې د فساد د شتون کچه ۶۰ سلنې ته ټيټه کړې ده.
د هغه په وينا، په امنيه قوماندانۍ کې د فساد ډول يواځې د پيسو د ورکړې پورې محدود نه ، بلکې د خلکو ځورول، د کارمندانو ناوخته راتګ، په کار کې ځنډ هم د فساد بېلګې دي.
سادات وويل، دوی باوري دي چې د يادې کمېټې له جوړېدو وروسته به د بلخ په امنيتي ادارو کې د فساد د شتون کچه د نشت برابر شي.
نوموړي زياته کړه چې په ياده کمېټه کې به د امنيتي ارګانونو تر څنګ، ولايتي شورا، مدني ټولنې او علما هم غړيتوب ولري.
login or register a new account.