کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت بايوميټريک سيستم ته د طالبانو لاسرسى ناسم او بې بنسټه وباله او هغه د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د تبليغاتي جګړې يوه برخه ګڼي.
د ياد وزارت په وينا، په دې وروستيو کې په کندوز کې د مسافرو له برمته نيونې وروسته له رسنيو څخه راپورونه خپاره شول چې ګواکې طالبانو بايوميټريک سيستم ته لاسرسى موندلى او له دې لارې امنيتي ځواکونو منسوبين، د لويو لارو په ځانګړې توګه د شمال لويې لارې په اوږدو کې تر تثبيت او پېژندنې وروسته تښتوي.
د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، هغه کره څېړنې چې د دې ادعاګانو په تړاو ترسره شوې دي، افغان وګړو ته په ډاګه او ډاډ سره اعلان کوي چې دا ادعاوې ناسمې او بې بنسټه دي او د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د دښمن د تبليغاتي جګړې يوه برخه ده.
سرچينې ويلي چې د کورنيو چارو وزارت بايوميټريک سيستم چې ترې د ملي پوليسو منسوبينو د هويت په ثبت، د ملي پوليسو د پېژندنې، د مجرمينو د سوابقو څېړلو او همداراز د پاسپورټ لرونکو کسانو د ثبيت او تشخيص او لايسنس ((د چلولو جواز)) کې ترې ګټه اخيستل کېږي، په پوره ډول تر کنټرول لاندې يو امنيتي خوندي سيستم دى.
د کورنيو چارو وزارت په وينا، هېڅ شونتيا نه لري چې ترهګرې ډلې دې ياد سيستم ته لار ومومي او يا ترې د هېواد امنيتي منسوبينو پېژندلو کې ګټه واخلي، هېڅ کس او ډله دا وړتيا نه لري چې دې سيستم کې شامل معلوماتو ته لاسرسى ومومي.
خو مل پاسوال شېر عزيز کامه وال د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ازادو مسافرو خبرو له مخې، طالبانو د بايو ميټريک دستګاه پر مټ مسافر پېژندلي دي.
نوموړي زياته کړه:"زه په کره توګه نه شم ويلى چې د دولت مخالفين بايو ميټريک دستګاه لري که نه؛ خو خوشي شوو مسافرو ويل چې د دولت مخالفينو يوه دستګاه درلوده؛ زموږ ګوتې يې پرې اېښودې چې ښايي بايوميټريک دستګاه وي او ښايي دا دستګاوې د کندوز سقوط پر مهال د طالبانو لاس ته ورغلې وي."
د کورنيو چارو وزارت وايي چې بايو ميټريک سيستم په مرکزي او سيمه ييزه برخه وېشل شوى دى چې مرکزې برخه يې په کابل کې په کلکه توګه ساتل کېږي او د امنيتي منسوبينو او مجرمينو اړوند ټول معلومات په کې ثبت او خوندي دي. د بايو ميټريک دې برخې ته يوازې څو مسوول او ځانګړي کسان کولى شي چې لاسرسى ولري او ترې ګټه واخلي.
د بايوميټريک سيستم سيمه ييزې برخې ته چې ولايتونو کې د امنيتي منسوبينو او مجرمينو ثبت او هويت لپاره ترې استفاده کېږي، يوازې د ثبت په برخه کې کارول کېږي او له دې لارې د ثبت شوو هويتونو د پېژندلو امکان شتون نه لري.
د دغه وزارت په وينا، که د بايوميټريک سيستم سيمه ييزو برخو کې کوم بېړنې حالت رامنځته شي، له مرکز څخه د بايوميټريک ادارې مسوولين، سيمه ييز سيستم غير فعالوي څو پرديو ته د لاسرسي امکان له منځه ولاړ شي.
login or register a new account.