Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل او هرات کې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کلات- هرات (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې په زابل او هرات ولايتونو کې ٣٢ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي د غبرګولي په ١٣مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ په باغ بازار، سه کیچه، هزارخېلو او ځينو نورو سیمو کې عملیات پیل شوي چې لا هم دوام لري.

د ده په خبره، په دغو عملیاتو کې تر دې مهاله ۲۱ طالبان وژل شوی چې د اووه تنو مړي امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د ده په خبره، د جګړې پر مهال د وسله والو یو شمېر سپکې او درنې وسلې ویجاړې شوې او ځینې د افغان ځواکونو له لوري نیولې شوې دي.

فراهي وویل چې په دغو عملیاتو کې تر اوسه درې پولیس ټپيان شوي خو ملکي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتى.

د زابل د امنیت امر همدارنګه وویل چې د زابل په سوېلي ولسوالۍ شملزو کې هم د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي او پر مهال یې پنځه وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

د ده په خبره، تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د بهرام خېلو په سیمه کې د جګړې پر مهال یو ۸۲ ملي متري توپ، یو ار پي جي راکټ او د دوو وسله والو طالبانو جسدونه پولیسو ته په لاس ورغلي دي.

بلخوا وسله وال طالبان وايي چې په ارغنداب کې د حکومتي ځواکونو له لوري پیل شوي عملیات له ناکامۍ سره مخ دي او پر مهال یې سرتېرو ته ګڼ تلفات اوښتي دي.

طالب وياند قاري یوسف احمدي وايي چې د ارغنداب د باغ په سیمه کې د طالبانو له لوري پوليس کلابند شوي دي.

د هغه په وينا چې د دې کلابندۍ د ماتولو لپاره چې کوم ځواک له کلات څخه ورغلی و، تر اوسه یې د قوماندان شمشاد په ګډون دوولس تنه وژل شوي خو کلابندي یې نه ده ماته کړې.

د يو بل خبر له مخې، د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې ٦ طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ناوخته د کشک کهنه ولسوالۍ په انتن سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وشوه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.