مهترلام (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): په لغمان ولايت کې د ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او ١٦ نور یې ټپیان کړي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د اليشنګ ولسوالۍ د نجيل کلا بازار ته څېرمه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو له خوا دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د يادې سيمې اوسېدونکي بازار ته د سودا اخيستو لپاره روان وو.
ځواک وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي چې ټپيان د ولايت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې دوه مېرمنې او يو ماشوم هم شامل دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د يادې پېښې د غندنې تر څنګ د عامې روغتيا روغتون مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د ټپيانو سمه درملنه وکړي.
نوموړي د پېښې د څېړنو امر هم کړى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP