Language

په پروان کې د يوې موسسې درې کارکوونکي وژل شوي

چاريکار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د پروان چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو  په دغه ولايت کې د يوې موسسې درې کارکوونکي وژلي دي.

د پروان د شيخ  علي ولسوالۍ ولسوال نوراقا سامع د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون غرمه مهال د ولسوالۍ د توريج په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د فوکس په نوم د يوې موسسې کارکوونکي چې د اغاخان بنسټ له خوا تمويلېږي، د شيخ ولسوالۍ لرې پرتې سيمې ته تللي وو، څو د يادې سيمې د ښوونځيو کارکوونکو ته له سېلابونو څخه د ژغورنې روزنه ورکړي.

د ولسوال په وينا، کله چې دوى له يادې سيمې بېرته د ولسوالۍ ته مرکز تلل، نو په لاره کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شوي او درې واړه یې وژلي دي.

سامع وايي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او له يادې پېښې سره د تړاو په تور يې درې مشکوک کسان نيولي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.