ښرنه (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د پکتيکا چارواکي وايي، د دې ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې د يوه طالب سرګروپ په ګډون لس تنه وژل شوي، خو طالبان يې نه مني.
د پکتيکا د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد، نن ماسپښين په شاوخوا دوه بجو په خرکوټ سيمه کې شوى دى.
ده زياته کړه، په دې پېښه د عمري په نوم د طالبانو سرګروپ او د هغه نهه تنه کسان وژل شوي، چې جسدونه يې د قومي مشرانو له خوا لېږدول شوي دي.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي کمال ګيانوال، پژواک ته وويل چې عمري نه يواځې د دې کسانو مسوول و، بلکې نور وسله وال يې هم لرل.
دى زياتوي: "په ګيان ولسوالۍ کې حکومتي چارواکي نشته، دا سيمه د طالبانو په يوه لوى مرکز بدله شوې او په ګاونډيو ولسواليو کې چې کومې د ناامنۍ پېښې کېدې، په دې کې د عمري د کسانو لاس وو."
له بلې خوا د پکتيکا د امنيت امر وايي، په زېړوک ولسوالۍ کې چې له تېرو درې ورځو راهيسې جګړه روانه ده، ايتلافي ځواکونو په کې تېره ورځ بمبار کړى، چې په دې بمبار او جګړو کې ٧٠ طالبان وژل شوي دي.
د ده په خبره، د ٢٥ وسله والو جسدونه يې لاس ته ورغلي دي.
مسعود وويل چې په دې جګړو کې دوه سرتېري هم وژل شوي او ٣ پوليس ټپيان دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په ګيان ولسوالۍ کې د دوى پر کسانو بمبار نه دى شوى.
د هغه په وينا، زيړوک يې کلابند کړى او په دې ولسوالۍ کې يې دوه پوستې نيولي، چې په ترڅ کې يې ٤٢ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه وايي، په دې نښتو کې د دوى دوه کسان وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP