خوست ښار (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٥): په خوست ولايت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د ملي اردو د دوو پخوانيو سرتېرو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
دغه عمليات تېره شپه د خوست د صبريو ولسوالۍ د مدخېلو په سيمه کې د کمپاين په نوم د ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
د سيد ولي په نوم د يادې سيمې يوه اوسېدونکي د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شپې په دوو بجو د کمپاين ځانګړو ځواکونو د لوډسپېکرونو له لارې اعلان وکړ چې دوى عمليات کوي او له خلکو یې وغوښتل چې وسلې دې نه اخلي.
هغه زياته کړه چې د عملياتو پر مهال له يوه کور څخه چې شخصي دښمني لري، له دوى سره مقاومت شوى چې په پايله کې يې د دوو وروڼو او يو تره زوى په ګډون درې تنه ووژل شول.
د يادې کورنۍ يوه غړي او د ملي اردو پخواني افسر کريم پژواک اژانس ته وويل چې دوى هېڅ مقاومت نه دى کړى.
دى وايي: ((امنيتي ځواکونو زموږ لاسونه وتړل او له کوره يې بهر کړو، وروسته يې درې کسان په تړلي لاسونو ووژل.))
د نوموړي په وينا، دوه وژل شوي وروڼه یې د ملي اردو پخواني سرتېري وو.
کريم ادعا وکړه چې دغه عمليات د شخصي عقدې له مخې ترسره شوي او له حکومت يې وغوښتل چې په دې اړه پلټنې وکړي.
د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ په صبريو ولسوالۍ کې ياد عمليات تاييد کړل، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
د يادونې ده، ياده کورنۍ شخصي دښمني لري او څو کاله مخکې يې پر کور موټربم بريد شوى و چې په پايله کې يې دوه کسان وژل شوي وو.
د کمپاین ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کمپاين هغه افغان ځانګړى ځواک دى چې د بهرنيو ځواکونو له خوا تمويلېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن