Language

د لوګر پر محکمې برید کې لس کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي

څلورم تعقيب- پل علم (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٥): د لوګر د استيناف محکمې ډله ييز بريد د لسو کسانو په وژل کېدو او ٢٣ نورو په ټپي کېدو سره پاې ته ورسېد.

نن شاوخوا لس نيمې بجې ځينو وسله والو طالبانو د لوګر د استيناف محکمې پر ودانۍ ډله ييز بريد وکړ.

دغه بريد شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ.

له بريد وروسته د لوګر والي محمد حليم فدايي خبريالانو ته وويل چې درېيو بريدګرو پر استيناف محکمې بريد کړى و.

هغه وايي، په دغه بريد کې د لوګر د استيناف څارنوال محمد اکرم نجات، دوه عام وګړي، څلور د استيناف او څارنوالۍ عادي کارکوونکي او درې بريدکوونکي وژل شوي دي.

د فدايي د معلوماتو له مخې، د بريد پر مهال د استيناف محکمې ودانۍ هم زيانمنه شوې او ٢٣ تنه په کې ټپيان شوي دي.

ده وويل چې د بريد په اړه يې پلټني پيل کړې دي.

دغه راز د لوګر د ولايتي روغتون مشر ډاکتر عاشق الله پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته ٢٣ ټپيان او ٧ مړي ور وړل شوي دي.

ده زياته کړه، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و، نو د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې پوليس، عام خلک او د استيناف محکمې کارکوونکي شامل دي.

د استيناف محکمې يوه اجير کارکوونکي محمد عثمان پژواک ته وويل: ((ما په خپله شعبه کې کار کاوه چې د ډزو غږونه شول، ټول په منډه کې وو، هر څوک هرې خوا ته تښتېدل، ما په کونج کې ځان پټ کړ.))

د ده په خبره، وسله والو د ټوپک د ډزو تر څنګ لاسي بمونه هم غورځول.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.