Language

لوګر کې د ماین پاکۍ یوې موسسې موټر او دوه چلوونکي طالبانو بیولي

پل علم (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٥): وسله والو طالبانو د لوګر په مرکز کې د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې يو شمېر موټر او دوه چلوونکي له ځان سره بيولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د غبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند له التمور سيمې څخه د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې يو شمېر کارکوونکي او دوه چلوونکي له ځان سره بيولي دي.

صالح د موټرو کره شمېر په  ګوته نه کړ خو زياته يې کړه: ((طالبانو ځيني موټر او وسايل سوځولي هم دي.))

صالح وايي چې د يادو موټرو او پاتې کسانو د خلاصون په موخه امنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل کړې دي.

د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې يوه کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې موسسې نهه موټر او دوه چلوونکي بیولي دي.

هغه وايي چې طالبانو د يادو موټرو له ډلې اووه موټر سوځولي او دوه يې له ځان سره بیولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم وسله والو طالبانو د همدې موسسې يوولس موټر او موټر چلوونکي له  ځان سره بيولي وو چې بيا د امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې را خوشي شول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.