ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځاځي ميدان کې د دولت ١٢ وسله وال وژل شوي

په ځاځي ميدان کې د دولت ١٢ وسله وال وژل شوي

author avatar
7 Jun 2016 - 17:25
په ځاځي ميدان کې د دولت ١٢ وسله وال وژل شوي
author avatar
7 Jun 2016 - 17:25

خوست (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٥): د خوست چارواکي وايي چې د دې ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په نښته کې ١٢ وسله وال وژل شوي دي.

د ځاځي ميدان ولسوالۍ امنيه قوماندان جنرال عزيزالله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرۍ مېله سيمه کې نن سهار شاوخوا ۵ بجې وسله والو مخالفينو د خلکو پر کورونو وسله وال بريد کړى، چې د پوليسو او خلکو د  ګډ ځواب په ترڅ کې د وسله والو شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي.

ده زياته کړه، جګړه اوس هم روانه ده او په کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو مقاومت کوونکى ولسي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، وسله وال اوس هم د سرحد له هغې غاړې نه توغندي توغوي او د خلکو کلي او کورونه په نښه کوي.

نوموړى زياتوي، وسله والو ته يې سخته ماتې ورکړې، د هغوى يو موټر يې هم ويشتلى او په کې ناست ټول وسله وال يې وژلي دي.

قوماندان وایې، له وسله والو یې ټولې نقطې نیولې او دوی په شا تمبېدلي، خو تراوسه له دوی سره یو نطقه پاتې ده، چې ډېر ژر به ونیول شې.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم وسله والو څو ځله د ځاځي ميدان ولسوالۍ پر سرحدي سيمو بريدونه کړي، چې هم په کې وسله والو او هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځاځي ميدان له کورمې ايجنسۍ سره ګډه سرحدي پوله لري، چې خلک يې په بشپړه توګه د دولت پلوي دي او د خپلې سيمې امنيت په خپله ساتي.

​تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.