پل علم (پژواک، ۱٩ غبرګولی ۹۵): د لوګر والي وايي چې د امنيتي چارواکو په ګومارنه کې سياسي لاسوهنې شته نو ځکه په دغه ولايت کې امنيت ټينګښت نه مومي.
دغه څرګندونې د لوګر والي محمد حليم فدايي د غبرګولى په ١٩مه خبريالانو ته وکړې.
هغه زياته کړه: ((تر هغو په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو، مکافاتو او مجازاتو پلي کول ستونزمن دي تر څو چې د امنیتي ادارو د چارواکو او غړو په ګومارنه کې د سياسي او زورواکو لاسوهنه نه وي لنډه شوې.))
د فدايي په وينا، کوم کسان چې فرمايشي وټاکل شي، هغوى بيا د نظام پر ځاى همدې ټاکونکو کسانو ته ژمن وي.
هغه په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((زه د امنیت له شورا په ځانګړې توګه د کورنیو چارو له وزارت څخه هیله لرم چې په خپله اداره کې د سیاسیونو لاسونه لنډ کړي، څو په مسلکي او معیاري توګه امنیتي چارواکي وګومارل شي.))
د هغه په اند، دې ډول فرمايشي ټاکنو هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ کړى چې نور يې بايد مخه ونيول شي.
ده له سياسي مشرانو غوښتنه وکړه چې د امنيتي ادارو په ګومارنو کې لاسوهنې ونه کړي، څو په ادارو کې وړ کسان وګومارل شي.
د فدايي د څرګندونو په غبرګون کې د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصر غیرت پژواک ته وویل، د لوګر په کچه داسې څوک نه ليدل کېږي چې د امنيتي چارواکو په ګومارنه کې دې لاسوهنې وکړي.
هغه وایي: ((دا زموږ حق دی چې د ټولو ادارو له چارو څخه څارنه وکړو او چېرې چې بې عدالتي او فساد وي، ورسره مبارزه وکړو خو زموږ دا کار بيا د لاسوهنې په معنا نه دی.))
غيرت وايي چې د لوګر د ولايتي او ملي شوراګانو غړو يواځې هغه مهال د امنيتي چارواکو پر وړاندې غږ پورته کوي چې اړوند کس په خپله دنده کې پاتې راغلي دي.
هغه وايي، تر هغه چې په امنيتي ادارو کې فساد، بې عدالتي، ظلم او خپلسري شتون ولري، هېواد ته امنيت نه شي راتلاى.
د لوګر والي وروسته تر هغه يادې څرګندونې وکړې چې درې ورځې وړاندې يو شمېر وسله والو د لوګر د استيناف پر محکمې وسله وال بريد وکړ او په ترڅ کې يې لس کسان و وژل شول او ٢٣نور ټپيان شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP