مزارشريف (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۵): د بلخ ولايتي شورا ځينې وکيلان چې له تېرو څو ورځو يې د بلخ ادارې پر خلاف د "عدالت غوښتنې مدني حرکت" په نامه غږ پورته کړی، وايي چې په دې ولايت کې د شته فساد او ستونزو د څېړلو لپاره دې پلاوى ور ولېږل شي.
دوی يو ځل بيا په بلخ کې د ځمکو د غصب، اداري فساد، نامتوازن انکشاف او د شخصي زندانونو د شتون يادونه وکړه. هغوى مرکزي حکومت ته د خپل پنځه ورځني ضرب الاجل د پوره کېدو په حال کې د بلخ سيمه ييزې ادارې پر خلاف د لا پراخ مدني لاريون د کولو ګواښ وکړ.
خو د بلخ ولايت مقام د تېر په څېر د ولايتي شورا د وکيلانو ادعاوې په کلکه رد کړې او په سوله ييز ډول مدني حرکت يې د هر افغان حق وباله.
د عدالت غوښتنې په نامه د بلخ ولايت د ځينو وکيلانو خبري ناسته د غبرګولي په ۱۹مه، په مزارشريف ښار کې ترسره شوه، چې په کې د ولايتي شورا وکيلانو سيد عبدالله مسرور، محمد ابراهيم خيراندېش، شجاع الدين شجاع، محمداصف مومند او محمد امين دره صوفي برخه لرله، چې لسګونو قومي مشرانو يې هم ملتيا کوله.
د بلخ ولايتي شورا غړي سيد عبدالله مسرور وويل، دوی د عدالت غوښتنې لپاره پورته شوي او تر هغه به غلي نه شي، چې په دغه ولايت کې عدالت پلی شوی نه وي.
نوموړي زياته کړه، په دوی تور پورې شوی و چې د امنيت او ثبات د ګواښلو لپاره پورته شوي، خو د دوی د غبرګولي په ۱۵مه، د عدالت غوښتنې مدني حرکت وښودله، چې د سلګونو خلکو په راوتلو په بلخ کې د عدالت غوښتنې په موخه راوتلي وو.
د هغه په وينا، دوی د بلخ امنيت نه ګواښي، بلکې د بلخ پر والي عطامحمد نور يې د بلخ ناامنه کولو تور پورې کړى دى.
دى وايي، د بلخ د البرز د غرو لمنې له تېرو شپږو کلونو د غير مسوولو وسله والو او طالبانو په لاس کې دي. همداراز د بلخ ولايت شولګر، بلخ، چمتال، چهاربولک، دولت اباد، شورتېپه او کلدار ولسوالۍ ناامنې او بې ثباتې سيمې دي.
نوموړي دغه ولسوالۍ د غير مسوولو وسله والو او طالبانو تر مستقيم اغېز لاندې وګڼلې او پر خلکو يې د يادو ډلو له خوا د عشر او باج د حواله کېدو خبره وکړه.
سيد عبدالله مسرور د بلخ پر والي تور پورې کړ او ويې ويل: ((د بلخ ولايت ځينې ولسوالۍ په خپله د بلخ د والي عطامحمد نور له خوا په سيستماتيک ډول ناامنه شوې دي.))
خو د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دُراني، که څه هم د ځينو سيمو د ناامنۍ پخلی وکړ؛ خو په ټوله کې يې د سيد عبدالله مسرور څرګندونې رد کړې.
نوموړي زياته کړه، دوی مني چې البرز سيمه د امنيت له اړخه ستونزې لري؛ خو د بلخ اوسېدونکي په دغه سيمه کې د والي په رهبرۍ د ډېرو برياليو عملياتو شاهدان هم دي.
login or register a new account.