ښرنه (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د حقاني شبکې يو مهم قوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
په سوېل ختيځ زون کې د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ د حقاني شبکې په غړو بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د حقاني شبکې مهم قوماندان سراج الدين خادمي او څلور نور ملګري يې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((خادمي د حقاني شبکې د اکمالاتو مسوول هم و چې له پاکستانه را اوښتى و او په سراچه موټر کې له خپلو ملګرو سره سپور وو چې تر بريد لاندې راغلل.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د خادمي په وژل شوو ملګرو کې يو يې هم د کوټې شورا غړى دى.
خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د دوى کوم چارواکى او يا غړي نه دي وژل شوي.
هغه وايي: ((موږ دغه پروپاګند ردوو، په سیمه کې بمبار شوی، د ملکي خلکو یو سراچه موټر بمبار شوى چې ۳ عام مسافر چې له سیمې تېرېدل شهیدان شوي دي.))
مجاهد وايي چې د سراج الدين خادمي په نوم کس د طالبانو په رهبرۍ او يا هم د کوټې شورا په غړو کې نشته دى.
login or register a new account.