ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ملي پیوستون ولایتي دفتر ته ودانۍ جوړه شوه

خوست کې د ملي پیوستون ولایتي دفتر ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
9 Jun 2016 - 14:32
خوست کې د ملي پیوستون ولایتي دفتر ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
9 Jun 2016 - 14:32

خوست ښار (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): په خوست ولايت کې د ملي پيوستون ولايتي دفتر لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ياده دوه پوړيزه ودانۍ چې د خوست ښار لوېديځ لور ته په اداري کمپلکس کې موقعيت لري، د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري په اساسي ډول جوړه شوې ده.

د خوست والي حکم خان حبيبي د غبرګولي په ٢٠مه د يادې ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې ودانۍ نږې ديارلس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې چارې يې په تېر يو نيم کال کې بشپړې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((دغه دوه پوړيزه ودانۍ چې چارې يې په ډېره ښه کيفيت ترسره شوې دي، ۱۵ اداري خونې، شپږ تشنابونه او يوه اشپزخانه لري چې د ملي پيوستون د دفتر کارمندانو ستونزې به ورسره تر يوه حده هوارې شي.))

والي همدارنګه وويل چې تر دې دمه د ملي پيوستون په چوکاټ کې د دغه ولايت په ۱۱۲۴ کليو کې د دوه ميليارده ۲۳۹ ميليونه افغانيو په ارزښت مختلفې پرمختيايي پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((هغه پروژې چې په ديارلسو کلونو کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې بشپړې شوې دي،دوه سوه زره ۸۵۶۴ کورنۍ ترې ګټه اخلي او همدا اوس هم د خوست په اوو ولسواليو کې د ۵۷۶ ميليونه افغانيو په ارزښت ۳۹۸ پروژې تر کار لاندې دي)).

بل پلو د ملي پيوستون پروګرام ولايتي مسوول اسدالله سليمي په خپلو خبرو کې وويل، چې له دې وړاندې دوی خپل دفتري کارونه د ښار په يوه څنډه کې په يوه کرايي کور کې مخته وړلاو له سختو ستونزو سره مخ و.

دى وايي: ((مخکې مو داسې يو اساسي تعمير نه درلود چې زموږ مشکلات په کې حل شوي وای، په کرايي کور کې له يوې خوا زموږ کرايه مصرفيدله او له بلې خوا کله به مو چې دفتر د يو ځای نه بل ځای ته انتقالوه، نو زموږ وخت هم ضايع کېده.))

د ملي پيوستون پروګرام چې د تېرو ١٣  کلونو راهيسې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په چوکاټ کې خپل کارونه مخته وړي، د ولسمشر په هدايت له دې وروسته به د روان کال د تلې يا ميزان په مياشت کې د وګړو ملي تړون پروګرام ته واوړي، چې له مخې به يې د کليو ترڅنګ ښارونه ترپوښښ لاندې ونيول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.