مزارشريف (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۵): د بلخ ولايت د علم خېلو کلي اوسېدونکي وايي چې په دغه کلي کې د جنسي تېري هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې، بلکې دوی د بلخ د سياسي مخالفتونو قرباني شوي دي.
ځينو رسنيو د غبرګولي په ۱۳مه د بلخ ولسوالۍ د علم خېلو کلي د يوې کورنۍ د ادعا پر بنسټ خبر خپور کړی و چې پر لور يې د سيمه ييزو زورواکو له خوا د روان کال د وري په ۲۷مه جنسي تېری شوی دی.
په راپورونو کې د يادې کورنۍ مشر عبدالجبار ادعا کړې وه چې پر لور يې ډله ييز جنسي تېری د جمعه خان همدرد اړوند وسله والو کړی دی.
خو تېره ورځ چې د علم خېلو کلي لسګونه قومي مشران د يادې پېښې په غبرګون د بلخ ولايتي شورا ته راغلي وو؛ وويل چې په دغه کلي کې ياده پېښه او يا هم د يادې کورنۍ پر کوم غړي جنسي تېری په کلکه ردوي.
په يادو قومي مشرانو کې د عبدالجبار دوه وروڼه هم وو چې د کورنۍ پر غړې يې جنسي تېری په کلکه رد کړ.
د عبدالجبار ورور ۵۵ کلن محمد دين د ولايتي شورا د وکيلانو پر وړاندې وويل چې له خپل ورور سره په يوه حويلۍ کې يو ځای ژوند کوي.
نوموړي زياته کړه: ((په ورېره مې هېڅ جنسي تېری نه دی شوی، زه خو له دې کيسې هېڅ خبر نه وم، خلکو راته وويل چې له تېرو څو ورځو په تلويزونو کې خبر نشرېږي چې په ورېره دې تېرى شوی دی.))
ولايتي شورا ته د علمخېلو کلي د راغلو قومي مشرانو له ډلې عبدالوکيل د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په علم خېلو کلي کې ۲۰۰ کورنۍ دي، يوه هم له دې پېښې نه ده خبره.
نوموړي زياته کړه: ((عجيبه خو دا ده چې د عبدالجبار وروڼه هم له دې پېښې نه دي خبر چې پر ورېره يې جنسي تېری شوی دی، دلته خو په کلي کې ملا امام دی، قريه دار دی، سپين ږيري دي، يو کس خو دې ترې خبر وي کنه!))
عبدالوکيل د بلخ والي عطامحمد نور ناکام سياست مدار وباله چې نوموړي د تلويزيون له لارې په ياده پېښه کې جمعه خان همدرد ښکېل بللی.
نوموړي زياته کړه چې په ياده پېښه کې د علم خېلو اوسېدونکي د بلخ د سياسي مخالفتونو قرباني شوي دي.
د هغه په وينا، د يادې پېښې د څېړنې په تړاو ځکه د ولايت مقام پر ځای ولايتي شورا ته راغلي چې هغوی ورباندې د فحشا تور لګولی دی.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل چې دغه پېښه په هېڅ بڼه سياسي توطيه نه ده، بلکې يو پلار خپله ادعا کړې ده چې پر لور يې د جمعه خان همدرد اړوند کسانو ډله ييز جنسي تېری کړی دی.
نوموړي د علم خېلو کلي د قومي مشرانو د ادعا په اړه وويل: ((دا اوس د عدلي او قضايي ارګانونو دنده ده چې د يادې پېښې پر ټولو اړخونو باندې تحقيق وکړي او حقيقت را وسپړي.))
د بلخ د استيناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي رييسې مېرمن فوزيې حميدي د يادې پېښې په تړاو پژواک ته وويل: ((د غبرګولي په ۱۳مه راته د بلخ د علم خېلو کلي د يوې کورنۍ پلار او مور راغلل او پر خپلې لور يې چې ورسره وه، له جمعه خان همدرد سره تړاو لرونکو خلکو له خوا يې د جنسي تېري ادعا وکړه.))
نوموړې زياته کړه چې پر همدې بنسټ يې د بلخ امنيې قوماندانۍ ته د نجلۍ د مور او پلار له خوا د متهمو کسانو ولي محمد، جبار، جميل او قدير په نومونو رسمي مکتوب ولېږه چې ونيول شي.
مېرمن حميدې وويل چې تر دې دمه د پوليسو له خوا ياد متهم کسان نه دي نيول شوي.
خو د جنرال جمعه خان همدرد زوی ګل الرحمن همدرد د جنسي تېري ياده پېښه د خپل پلار پر وړاندې د بلخ د والي عطامحمد نور له خوا سياسي توطيه وبلله.
نوموړي زياته کړه، که چېرې يادې پېښې حقيقت لرلی، نو پر ادعا کوونکې کورنۍ سربېره به د کلي يو بل کس هم خبر وای.
هغه وايي: ((له تېرو څو مياشتو د بلخ د والي پر خلاف غږ پورته شوی، دی فکر کوي چې همدرد صېب د دغه غږ پورته کېدو تر شا دی؛ نو ځکه هڅه کوي چې موږ بدنام کړي.))
همدرد وويل، دوی د يادې پېښې په اړه له عدلي او قضايي ارګانونو څخه په هر اړخيزه توګه د ځېړنې جدي غوښتنه کوي.
ولايتي شورا ته د علم خېلو کلي راغلو قومي مشرانو د رد تر څنګ، د يادې پېښې په پوره توګه د څېړنې غوښتنه وکړه.
د علم خېلو کلي قومي مشر حاجي محمد رسول له ولايتي شورا څخه هيله وکړه چې پر څارنوالي او محکمه باندې فشار راوړي چې د يادې پېښې د سپيناوي په موخه ګړندۍ هڅې وکړي.
د هغه په وينا، علم خېل کلی د باعزته خلکو کلی دی، د يادې توطيې په اړه غلي نه شي پاتې کېدی، بايد هغه خلک چې دغه توطيه يې جوړه کړې، محکمه شي.
د يادې پېښې په تړاو د علم خېلو کلي د قومي مشرانو د ولايتي شورا د غړو تر منځ ناسته کې د ولايتي شورا غړي سيد عبدالله مسرور هم دغه پېښه سياسي توطيه وګڼله.
نوموړي زياته کړه: ((د شک خبره دلته ده چې د نجلۍ تره چې په يو کور کې ورسره ژوند کوي، له پېښې نه دی خبر، بله دا چې که پېښه دوه مياشتې مخکې شوې وي او اوس له رسنيو سره شريکېږي.))
هغه دغه پېښه سياسي دسسيه وګڼله او له ترسره کوونکو يې وغوښتل چې د بلخ عام خلک د خپلو سياسي موخو قرباني نه کړي.
خو د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد په همدې ناسته کې وويل چې ياده پېښه نه ردولی شي او نه يې منلی شي.
نوموړي زياته کړه چې له يادې پېښې د رسنيو له لارې خبر شوي او نور يې په اړه معلومات نه لري.
هغه وايي، د علم خېلو کلي هېڅ کورنۍ ورسره د يادې پېښې په تړاو اړيکه نه ده نيولې.
حديد وويل چې ولايتي شورا به د يادې پېښې د څېړنې په موخه يو کمېسيون وټاکي او سيمې ته به يې د څېړنې لپاره ولېږي.
نوموړي زياته کړه چې ولايتي شورا دنده لري چې د حق پلوي وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP