Language

لوګر کې تښتول شوي ماين پاکان خوشې شول

پل علم (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي درې ماين پاکان خوشې شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح، نن (د غبرګولي شلمه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې پنځه ورځې وړاندې (د غبرګولي ١٦مه) وسله والو طالبانو د مرکز اړوند په التمور سيمه کې د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې درې موټرچلوونکي او ٩ موټره له ځان سره تښتولي وو او وروسته يې ٧ موټر سوځولي وو.

ده زياته کړه، امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې ياد کسان په برکي برک ولسوالۍ کې پيدا او د طالبانو له منګولو يې وژغوري.

دى وايي: "درې ماين پاکان سره له دوو موټرو يې په يوه کور کې وو، کله چې پرې عمليات وشول، نو طالبان وتښتېدل او ماين پاکان او موټر يې پرېښودل، وروسته مو هغه پل علم ته را انتقال کړل."

خو وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د سټرلينګ موسسې په لوګر کې خپلې چارې په ټپه درولي او له حکومته يې د سر او مال د امنيت غوښتنه کړې ده.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم وسله والو طالبانو د همدې موسسې يوولس موټر او موټرچلوونکي له  ځان سره بېولي وو، چې بيا د امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې را خوشې شول.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.