Language

ناپېژاندو وسله والو درې خويندې ووژلې

پل علم (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت په خروار ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو درې خويندې وژلې دي.

د خروار ولسوال ثمرګل راشد، د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د ولسوالۍ په پنج پاى سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، يادې درې واړه خويندې د غره خواته د سپينې خاورې د راوړلو لپاره تللې وې، کله چې کلي ته رارسېدلي، نو ناپېژاندو وسله والو په زوره له ځان سره بېولي، وهلي ډبولي يې دي او بيا په ډزو ويشتلې دي.

د هغه په وينا، ياده شوې سيمه ناامنه ده او د حکومت لاسرسى ورته نشته، خو بيا هم هڅه کوي چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي او عاملين يې ونيسي.

د خروار ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مرستيال احمد ناصر احمدزى وايي، دغه نجونې چې عمرونه يې د ٢٠، ١٨ او ٨ کلونه وو، د عمراخان لوڼې وې، چې کورنۍ يې له چا سره دښمني نه لري.

ده پژواک ته وويل چې د دې پېښې عاملين خلکو ليدلي او برګې دريشانې يې پر تن وې.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې دا موضوع وڅېړي او عاملين يې ونيسي.

تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.