پل علم(پژواک،٢٢غبرګولى٩٥):د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې اته طالبان او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د ازرې او حصارک ولسواليو ترمنځ د سپاندو کس په سيمه کې پر وسله والو طالبانو بريد کړى دى.
د هغه په وينا، په دې بريد کې ١١طالبان چې په يوه سراچه موټر کې سپاره و وژل شوي او وسلې يې هم له منځه تللي دي.
خو د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې په دې بريد کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
هغه وايي: ((په دې موټر کې اته طالبان او درې ملکي وګړي وو چې ټول په دې بريد کې وژل شوي دي.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( زه نه پوهيږم چې ملکي وګړي څنګه د طالبانو موټر ته پورته شوي او يا کېداى شي طالبان د ملکي کسانو موټر ته پورته شوي وي تر اوسه په دې اړه دقيق معلومات نه لرم.))
د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يادې پېښې پخلى کړى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي خو دې ډلې په خپل انټرنت پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP